ایکناخبری آژانس راپور ورکړی،د قرآن کریم دریمه سوره ، آل عمران نومیږي. دغه سوره دوه سوه آیتونه لري او د قرآن کریم په دریمې او څلورمې سپارې یا جزوې کې واقع ده . په آل عمران سورې ددغې سورې نومول ، دغې سورې په دوو آیتونو کې دعمران دټکي د شتون په دلیل دي .
په ۳۳آیت کې د عمران کورنۍ ته او په ۳۵آیت کې د حضرت مریّم (ص) پلار عمران ه اشاره شوې ده . ددغې سورې بله نامه ؛طیّبه ؛ ده ، یعني له هغو ککړتیاؤ او تورونو پاک اوپاکیزه ده چې له ګناهانو او تورونو څخه دحضرت مریّم پاکۍ ته اشاره لري .
په دغې سورې کې چې د نزول په ترتیب کې ، نهه اتیایمه سوره ده چې پر پیغمبر اکرم (ص) نازله شوې ده،د درو غوره شخصیّتونو ،یعني دحضرت یحیی، حضرت مریّم او حضرت عیسی علیهما السلام د زوکړې شرحې ذکر شوي دي
د آل عمران سورې آیتونه مدني دي او دځينو مفسرّانو په وینا، دغه سوره د دوو جنګونو بدر او احد جنګونو ترمینځ ،(د ۶۲۴ کاله رانیولې د ۶۲۵میلادي کال پورې)یعني د هجری قمری په دوهم اودریم کلونو کې نازله شوې ده او د اسلامی په سرکینو وختونو کې دمسلمانانو د ژوند ترټولو حساس برخه او پړاؤ نندارې ته وړاندې وي .
ځیني مفسرّان په دې اند دي، هره سوره، یوې مشخصې موضوع ته اشاره کوي او د اصلی موضوع په لاره کې مختلفو موضوعګانو ته پکې توجه کیږي ، په دغې سورې کې د مسلمانانو له کامیابیو اوناکامیو سره اړونده پيښو ، د مسلمانانو مختلفو حالاتو او له نورو دینونو اوقومونو سره د دوي ارتباطاتو سره اړونده پیښو ته اشاره شوې ده .د تفسیرّالمیزان په اساس ، د آل عمران سورې اصلي هدف ، د اسلام د دښمنانو په وړاند اتحاد،صبر او استقامت ته د مومنانو بلل دي .
هغه ترټولو مهمې موضوعګانې چې په دغې سورې کې ورته اشاره شوې ده ؛